صاحب امتیاز: محمد رضا هویدا

مدیر مسوول: محمد هدایت

سر دبیر: حفیظ الله زکی

جمعه ۲۸ قوس ۱۴۰۴

دانلود صفحات امروز روزنامه: 1 2 3 4 5 6 7 8

د ټاکنیزو شکایتونو د ډلبندۍ بهیر؛ ۱۶ ډوله شکایتونه ثبت شوي

د ټاکنیزو شکایتونو د ډلبندۍ بهیر؛ ۱۶ ډوله شکایتونه ثبت شوي

د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون منشي وايي د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د شکایتونو د ډلبندۍ بهیر پيل شوی دی.
دغه بنسټ زیاتوي چې د لومړنیو ډلبندیو پربنسټ، شپاړلس ډوله شکایتونه ثبت شوي دي.
د شکایتونو ډولونه: - پایلو له پاڼو سره د بایومېټریک شویو رایو توپيرد یوه نوماند په ګټه د رایو زیاتوالی، د یوه نوماند په زیان د رایو کموالی، د یوه نوماند رایو لېږد بل نوماند ته، له وخت مخکې د رایو کارونه، له وخت وروسته د رایو کارونه، له بایومېټریک پرته رایې، له هېڅ علت پرته د رای ورکړې محلونو باطلول، د پایلپاڼو ورکېدل، د رایو بیا شمېرلو وروسته د پایلو پاڼه کې بدلون، شکمنې رایې، د بایومېتریک دستګاوو له کارونې شکایت، د غیر موجه شکایت په وړاندې شکایت، د ټاکنو کمېسیون کارکوونکو پلویتوب، د بیاشمېرو بهیر کې درغلي.
د لومړنیو ډلبندیو له مخې ننګرهار د ۲۳۲۱ شکایتونو سره تر ټولو زیات شکایتونه لري، له هغې وروسته کابل د ۲۳۰۰ او کندهار د ۲۰۰۰ شکایتونو په لرلو دوهم او درېیم ځای لري.
خو د جوزجان په اړه یوازې څلور شکایتونه دي چې د ولسمشرۍ ټاکنو په اړه تر ټولو لږ شکایتونه په کې ثبت شوي دي.
د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون منشي او ویاند قاسم الیاسي په دې اړه وايي:«زموږ همکاران د ثبت په برخه کې له ځینو ستونزو سره مخ شوي وو او هغه دا وو چې د شکایت د پاکټ پر شا لیکلي مثلاً بلخ، د هغه په منځ کې د پاڼې په پای کې مثلاً لیکي تخار وروسته وینو هغه اسناد او شواهد چې ضمیمه شوي د کندوز دي.»
دغه بنسټ وایي په لومړۍ ډلبندۍ کې د پایلو له پاڼو سره د بایومتریک رایو د شمېر توپیر، د یوه نوماند په ګټه د رایو کمښت یا زیاتوالی، د رایو له بیا شمېرلو وروسته د پایلو د پاڼو بدلون او د رایو د بیا شمېرلو په بهیر کې د ټاکنو کمېسیون د کارکوونکو پلویتوب په اړه شپاړس ډوله شکایتونه ثبت کړي دي.
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د دارالانشا پخوانی رییس داوود علي نجفي وویل:«که چېرې پر ځينو ډېر کم شکایتونه وارد شي، پر پایلو اغېزه کوي، خو که چېرې دغه بهیر پر خپلو دندو عمل ونه کړي، دوه مسوولیته لري، یو دا چې هېواد د داسې کړکېچ په لور بیايي چې څوک یې بیا ټول نه شي کړای او بله دا چې د ډیموکراسۍ پر تابوت به وروستۍ مېخ هم ووهل شي.»
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وایي په هغو یو شمېر ولایتونو کې چې شکایتونه په کې کم دي د څېړلو لپاره یې ۱۵ ورځې په پام کې نیولي چې ۵ ورځې یې تېرې شوي او په دې موده به دا کار ناشونی وي.
د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ اجرايي رییس یوسف رشید په دې اړه څرګندوي:«د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون او ولایتي دفترونه تر وروستي امکانه هڅه وکړي چې له قانونه سرغړونه ونه کړي او خپل کارونه ترسره کړي.»
د قانون له مخې د ټاکنیزو شکایتونو ولایتي دفترونه ۱۵ ورځې وخت لري چې کابو ۱۶ زره او ۵۰۰ شکایتونه وڅېړي.