صاحب امتیاز: محمد رضا هویدا

مدیر مسوول: محمد هدایت

سر دبیر: حفیظ الله زکی

پنجشنبه ۲۷ قوس ۱۴۰۴

دانلود صفحات امروز روزنامه: 1 2 3 4 5 6 7 8

د حکومت او طالبانو ترمنځ د لیدلوري ټکر دسولې په اړه ګواښونکی دی

د حکومت او طالبانو ترمنځ د لیدلوري ټکر دسولې په اړه ګواښونکی دی

د سولې عالي شورا مرستیال ګواښ کوي که چېرې حکومت او طالبان د سولې او اوربند په اړه له خپلو وار له مخې شرطونو سره تقابل وکړي، جګړه به دوام وکړي.
د طالبانو لخوا د لنډمهاله اوربند د پرېکړې ردېدل او د افغانانو ترمنځ د خبرو پيل لپاره د وار له مخې شرط په توګه پر اوربند د حکومت ټینګار، داسې ښکاري چې د سولې بهیر یې لا پیچلی کړی دی.
لکه څنګه چې د طالبانو د واکمنۍ پرمهال په اسلام اباد کې د طالبانو سفیر د خپل ټویټر پر پاڼه د سولې چوکاټ ماتېدونکی بولي او وايي د بې باوریو او له دښمنیو ډکو چلندونو له امله د دغه بهیر د ګډوډېدو احمتال شته.
د سولې د عالي شورا مرستیال حاجي دین محمد په دې اړه وویل:«که چېرې دولت هم په خپل شرط ولاړ وي - په دې شرط چې اوربند باید حتمي وي او طالبان هم په دې شرط ټینګ ولاړ وي چې موږ تاوتریخوالی کموو، عمومي اوربند نه کوو. د دې معنی دا ده چې جګړه دوام کوي او زیان یې خلکو ته رسېږي.»
د سولې په اړه د نظرونو له اختلاف سره په یو وخت، په تېرو لسو ورځو کې د هېواد په پنځو ولایتونو کې څه د پاسه ۵۰ تنه افغان پوځیان مړه یا ټپیان شوي دي. امنیتي ادارې وايي د طالبانو مرګ ژوبله هم د امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې په پرتله څو برابره ده.
په تېرو لسو ورځو کې هېواد کې د امنيتي ځواکونو مرګ ژوبله
د ولسي جرګې د دفاعي چارو د کمېسیون غړی ابرار الله مراد په دې اړه وویل:«جګړه په هغه صورت کې پای ته رسېږي او یا کمېږي چې اوربند وشي او که چېرې اوربند ونه شي، د جګړې کموالی شونی نه دی او دا جګړه یوه ننګونه ده.»
پخوانی پوځي عتیق الله امرخېل هم په دې اړه څرګندوي:«نه اوربند دی او نه هم سوله، یوازې مانورونه دي چې په یوه او بل باندې یې پلي کوي، امریکا پر طالبانو او طالبان پر امریکا، دا یوه لوبه ده.»
خو د ملي امنیت شورا سوله د حکومت لومړیتوب بولي او د پوځي عملیاتو پر دوام هم ټینګار کوي.
د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل وايي:«د دې ترڅنګ چې سوله د حکومت له لومړیتوبونو څخه ده او موږ هغه غوره ګڼو، خو په روان کال کې امنیتي ځواکونو په یرغلي حالت کې دي او دفاع کوي.»
لنډمهاله اوربند له طالبانو د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد غوښتنه وه، خو طالبانو ویلي د دوی سلامشورې د لنډمهاله اوربند په اړه نه بلکې د تاوتریخوالي د کمښت په هکله دوام لري او تراوسه په دې اړه هوکړه نه ده شوې.