صفحه نخست » افغانستان » پر کندهار او لښکرګاه پرې شوې د کجکي برېښنا نن بېرته وصلېږي
پر کندهار او لښکرګاه پرې شوې د کجکي برېښنا نن بېرته وصلېږي
د قومي مخورو په منځګړتوب حکومت او وسله والو طالبانو پرېکړه کړې چې نور باید برېښنا د سیاسي وسیلې په توګه ونه کارول شي.
له دې پرېکړې وروسته ټاکل شوې ده نن (د مرغومي ۱۰مه) له کجکي بند څخه کندهار او لښکرګاه ښارونو ته د برېښنا درېدلی جریان بېرته پيل شي.
د کندهار حوزې د برېښنا شرکت رییس امان الله ایوب فاروقي پژواک خبري اژانس ته وویل، شل ورځې وړاندې له کجکي بنده کندهار او لښکرګاه ښارونو ته د برېښنا ۱۱۰KV مزي د لښکرګاه دوه لارې او سنګین ولسوالۍ ترمنځ پرې شول.
هغه زیاته کړه، وروسته په سیمه کې د لارې پر سر ځینې ستونزې را پیدا شوې او د برېښنا کارکوونکو ته اجازه نه ورکول کېده چې مزي بېرته ورغوي.
دی وايي، کجکي ولسوالۍ ته مرکز لښکرګاه دوه لارې غځېدلي چې یوه یې د حکومت او بله یې د وسله والو مخالفینو تر ولکې لاندې ده، حکومت د کجکي د برېښنا کارکوونکو ته یوه لار پرانیستې وه څو هغوی او اړوند نور کارکوونکي پر همدې لار تګ راتګ وکړي.
د ده په خبره، وسله والو طالبانو د دغه کار مخالفت کاوه او ټینګار یې کاوه چې د برېښنا کارکوونکي باید د دوی تر ولکې لاندې لار باندې تګ راتګ وکړي.
فاروقي وویل، د لارې پر سر د همدې را ولاړ شوي مخالفت له امله د لېندۍ میاشتې له ۲۱مې بیا تر ننه د کجکي بند د برېښنا تولید په ټپه درېدلی دی.
خو دی وايي چې د ستونزې د حل په موخه یې له وسله والو مخالفینو سره د سیمې د دیني عالمانو او مخورو په وساطت خبرې پیل کړې.
دغه رازه ده یادونه وکړه چې په دې لړ کې د کندهار او هلمند والیانو د برېښنا شرکت له چارواکو سره یو ځای کجکي ته سفر وکړ او د ستونزې پر هواري یې د سیمې له مخورو سره خبرې وکړې.
فاروقي وویل، تر دغو هلو ځلو وروسته پرېکړه شوې چې یو لوری به هم برېښنا د سیاسي او نظامي وسیلې په توګه نه کاروي او د ټولګټې پروژې په توګه به یې د ستونزو په حل کې مرسته کوي.
دی وايي، تر بحث وروسته د دولت له خوا څلور لارې په نښه شوې چې د برېښنا ریاست کارمندان پرې تګ راتګ کولای شي.
دغه راز پرېکړه شوې چې دولت به په ټولو سیمو کې یو شان خدمات وړاندې کوي هغه که د دولت تر حاکمیت لاندې سیمې وي او که د مخالفینو.
فاروقي وايي، د برېښنا د مزو د بېرته رغولو اجازه یې تر لاسه کړې، ټیمونه یې چمتو کړي چې ډېر ژر به یې ورغوي او کندهار او لښکرګاه ښارونه به بیرته روښانه شي.
د کندهار د والي ویاند بهیر احمدي وايي هغو مخورو چې له مخالفینو سره یې د کجکي د برېښنا پر خبرې کړې د کندهار له والي حیات الله حیات سره ولیدل.
منځګړو مخورو په دې لیدنه کې والي ته وویل چې له تېرې څو اوونیو راهیسې یې د وسله والو له سیمه ییزو مشرانو خبرې کړي او له هغوی یې ژمنه اخیستې چې یو لوری به هم له برېښنا سیاسي او نظامي ګټه نه اخلي بلکې د ستونزو پر مهال به ګډه همکاري کوي.
د کندهار والي حیات الله حیات وویل، برېښنا، روغتیا، پوهنه او نور ټولګټې پروژې دي او هیڅکله باید د سیاسي موخو لپاره و نه کارول شي.
هغه راغلو مخورو ته وویل چې له وسله والو سره دې دا پیغام شریک کړي چې د جګړې پر مهال د پرېښنا پایو، مزو ته زیان وا نه ړوي او له دې وروسته به یو لوری هم د برېښنا په چارو کې مداخله نه کوي.
د کندهار اوسېدونکي چې په دې ساړه ژمي کې د برېښنا نشتوالي له ستونزو سره مخ کړي وو، پر دې پرېکړه خوښ دي او له دواړو لورو د ژمنتیا غوښتنه کوي.
د کندهار ښار د درېیمې ناحیې اوسېدونکي خیرالله پژواک خبري اژانس ته وویل، شاوخوا ۱۸ کاله کېږي کندهار له برېښنا بې برخې دی او دغه لږه برېښنا چې له کجکي بند څخه دې ښار ته ورکول شوې هم له دغسې جدي ستونزو سره مخامخ ده.
نوموړی زیاتوي، برېښنا یوه ټولګټې وسیله ده چې د ټولو خلکو ژوند ورسره تړلی دی او پر دغسې مسایلو زور ازمايي ناسم کار دی.
