صاحب امتیاز: محمد رضا هویدا

مدیر مسوول: محمد هدایت

سر دبیر: حفیظ الله زکی

پنجشنبه ۲۷ قوس ۱۴۰۴

دانلود صفحات امروز روزنامه: 1 2 3 4 5 6 7 8

د شکایتونو کمېسیون: ځينې ټاکنیز شکایتونه د اورېدو وړ نه دي

د شکایتونو کمېسیون: ځينې ټاکنیز شکایتونه د اورېدو وړ نه دي

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي چې د ټاکنیزو ټکټونو ځينې شکایتونه د اسنادو او شواهدو د نه وړاندې کولو له امله نه څېړي.
د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون مرستیال ویاند محمد رضا فیاض نن پژواک خبري اژانس ته وویل، ځينې شکایتونه د اسنادو او شواهدو د نه وړاندې کولو له امله د اورېدو وړ نه دي، خو نوموړي په دې اړه یې ډېر معلومات ورنه کړل.
ده ډېری شکایتونه د پایلو له فورم سره د بایومتریک شمېرو په توپیر پورې اړوند وبلل او زیاته یې کړه: ((له ۱۶ کټګوریو لومړى یې د پایلو له فورم سره د بایومتریک شمېرو توپیر دی، ډېری شکایتونه په دې برخه کې شوي او زیاتره یې په ټاکنیزو سرغړونو او جرمونو کې شامل دي.))
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون مرستیال ویاند وویل، ټاکنیزو ټکټونو په دغه کمېسیون کې ۱۶ ډوله شکایتونه ثبت کړي دي.
نوموړي روښانه کړه چې په یادو شکایتونو کې د پایلو له پاڼو سره د بایومتریک شوو رایو توپیر، د یو نوماند په ګټه د رایو ډېرول، د یو نوماند په تاوان د رایو کمول، یو نوماند ته د بل نوماند له خوا د رایو انتقال، له وخت د مخکې رایو استفاده، له وخت وروسته د رایو استفاده، غیر بایومتریک رایې او له هېڅ علت پرته د رایې ورکونې د محلونو لغوه کول شامل دي.
دغه راز د پایلو د پاڼو ورکېدل، د رایو له بیاشمېرنو وروسته د پایلو په پاڼو کې تغییر، شکمنې رایې، د بایومتریک ماشینونو له فعالیت څخه شکایت، د توجه د نه وړ شکایت پر وړاندې شکایت، د ټاکنیزو کمېسیونونو د کارکوونکو طرفداري، د ناظرینو په نه موجودیت کې د رایو شمېرل، د بیاشمېرنې په بهیر کې درغلي په ثبت شوو شکایتونو کې موجود نور موارد دي. فیاض د دې موضوع په روښانولو چې پر کټګوریو د شکایتونو د وېش او صنف بندۍ بهیر په ټولو ولایتونو کې پای ته رسېدلی دی، وویل، ولایتي کمېسیونونه د شکایتونو د ارزونې په مرحله کې دي.
د یادونې وړ ده چې د مرغومي په لومړۍ نېټه د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان شوې چې ټاکنیزو ډلو یې په تړاو له ۱۶ زرو او ۵۰۰ څخه ډېر شکایتونه ثبت کړي دي.