صاحب امتیاز: محمد رضا هویدا

مدیر مسوول: محمد هدایت

سر دبیر: حفیظ الله زکی

سه شنبه ۲۵ قوس ۱۴۰۴

دانلود صفحات امروز روزنامه: 1 2 3 4 5 6 7 8

د کندهار په ډنډ ولسوالۍ کې پر بهرنیو ځواکونو د ماین چاودنه شوې

د کندهار په ډنډ ولسوالۍ کې پر بهرنیو ځواکونو د ماین چاودنه شوې

د کندهار ولایت په ډنډ ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو د ګزمې پر موټر سړک کې ځای پرځای شوی ماین چاودلې چې د مرګ ژوبلې په اړه یې تر اوسه معلومات نه شته.
په افغانستان کې د ناټو قاطع ملاتړ ماموریت تایید کړې چې پر سرتیرو یې کندهار کې په سړک کې ايښودل شوی ماین چاودلې، خو جزییات یې نه دي ورکړي.
د جرمني خبري اژانس د ناټو د قاطع ملاتړ د ماموریت د ویاند په حواله ویلي، «موږ وضیعت څېړو او نورو معلومات چې چمتو شي، شریک به یې کړو.»
یوې سیمه ییزې امنیتې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال ته ویلي، ماین نن سهار لس بجې د ډنډ ولسوالۍ د کرو شیلې په سیمه کې د بهرنیو ځواکونو د ګزمې پر موټر وچاودید.
ددې سرچینې په وینا په پېښه کې د بهرنیو ځواکونو ټانګ ویجاړ شوی، خو د سرتېرو د تلفاتو په اړه معلومات نه لري. بهرنیو ځواکونو د پېښې سیمه محاصره کړې.
د کندهار دولتي ویاندویانو په دې اړه له معلوماتو ورکولو ډډه کړې.
وسله والو طالبانو د چاودني مسوولیت منلي او ادعا یې کړې چې د بهرنیو ځواکونو موټر یې ویجاړ کړی او په کې سپاره ټول سرتیري یې وژلي دي. د کندهار په هوايي ډګر کې امریکايي او رومانیايي سرتیري میشت دي چې ډېر وخت د هوايي ډګر د امنیت لپاره ددغه ډګر شاوخوا ګزمې کوي .