صاحب امتیاز: محمد رضا هویدا

مدیر مسوول: محمد هدایت

سر دبیر: حفیظ الله زکی

چهارشنبه ۵ ثور ۱۴۰۳

دانلود صفحات امروز روزنامه: 1 2 3 4 5 6 7 8

طالبان د یوې اوونۍ لپاره د تاوتریخوالي د کمښت پر هوکړې خبرې کوي

طالبان د یوې اوونۍ لپاره د تاوتریخوالي د کمښت پر هوکړې خبرې کوي

د طالبانو یو شمېر سرچینې وایي چې مشرانو یې د افغانستان په لویو ښارونو کې د یوې اوونۍ په مخه د تاوتریخوالي د کمېدو پر هوکړې خبرې کوي.
په قطر کې د طالبانو یوه سرچینه وایي چې مشر یې ملا هبتالله اخندزاده په قطر کې د طالبانو استازو ته ویلي چې له امریکایي پلاوي سره د یوې اوونۍ په مخه د تاوتریخوالي د کمېدو په اړه خبرې وکړي.
دغې سرچینې چې له رسنیو سرهیې د خبرو کولو د اجازې نهدرلودو په خاطر د خپل نوم نهښودلو په شرط نن له ازادي راډیو سره خبرې کولې وویل، د طالبانو مشرتابه تمه کوي چې په دې، د اوو ورځو په موده کې به د دوی او امریکا ترمنځ یوه موافقه لاسلیک شي.
له دې مخکې دواړه لوري د تېر کال په اګسټ میاشت کې دا ډول یوې هوکړې ته نږدې شوي و چې د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ په کابل کې د طالبانو د یوې حملې له امله چې د یوه امریکایي پوځي په ګډون ۱۲ تنه ووژل شول، له طالبانو سره هغه لغوه او همیې خبرې ودرولې.
دغه خبرې د افغانستان د سولې او پخلاینې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو له استازو سره مخ ته وړي چې له درېدو وروستهیې د تېر میلادي کال په وروستیو کې لسم ځل هم مخ ته یووړې، خو داسې ښکاري چې له هغې راهیسې په یوه ولاړ حالت کې دي.