صاحب امتیاز: محمد رضا هویدا

مدیر مسوول: محمد هدایت

سر دبیر: حفیظ الله زکی

شنبه ۱ ثور ۱۴۰۳

دانلود صفحات امروز روزنامه: 1 2 3 4 5 6 7 8

د شکايتونو کمېسيون: تراوسه درې ټاکنيزو ډلو ٤٧٠٠ استينافي غوښتنې ثبت کړې دي

د شکايتونو کمېسيون:  تراوسه درې ټاکنيزو ډلو ٤٧٠٠ استينافي غوښتنې ثبت کړې دي

د ټاکنيزو شکایتونوکمېسیون وايي چې تراوسه د درېيو ټاکنیزو ډلو له خوا ۴۷۰۰ استينافي غوښتنې ثبت شوې او کېدای شي یاده شمېره لوړه شي.
د دغه کمېسیون منشي او ویاند قاسم الیاسي د مرغومې په ۲۹ مه کابل کې خبریالانو ته وویل چې دا شمېره ښایي لوړه شي، ځکه د خوست ولایت د ولایتي کمېسیون ابلاغیه د پنجشنبې په ورځ د شکایتونو مرکزي کمېسیون ته رسېدلې ده.
د الیاسي په وینا، یادې استينافي غوښتنې یوازې د دولت ساز، ثبات همپالنې او د سولې او اسلامي عدالت ټاکنیزو ډلو له لوري ثبت شوې دي، خو تر ټولو ډېر یې د ثبات او همپالنې ډلې له لوري ثبت شوې دي.
د هغه د معلوماتو له مخې، په پکتیا کې ۸۹۹، په ننکرهار کې ۶۵۰، په کندهار کې ۶۵۰، کابل کې ۴۵۰، پکتیکا کې ۳۸۴، خوست کې ۲۳۸،، کونړ کې ۲۲۵، هلمند کې ۲۱۴، په لوګر کې ۱۱۹، لغمان کې ۱۷۷، غور کې ۱۴۲، غزني کې ۸۶، نيمروز کې ۶۰، په کاپیسا کې ۴۲، په زابل کې ۲۸،  دایکنډي کې ۲۰،هرات کې ۱۶،فراه کې ۱۶، کندوز کې ۱۴، نورستان کې ۱۲، بغلان کې پنځه، فاریاب کې څلور، بلخ کې درې، سرپل کې درې، بدخشان کې درې، پنجشېر کې درې او اروزګان کې دوه استينافي غوښتنې ثبت شوې دي.
د ټاکنيزو شکايتونو کمېسیون منشي زیاتوي چې ډېری شکایتونه د غیربایومټریک، د رایو تر منځ تفاوت، شکمنو رایو او له وخته مخکې یا وروسته رایو کارولو په اړه ثبت شوي دي.
الياسي زیاته کړه، که چېرې استينافي غوښتنې پر ډېرو پېچلو موضوعاتو وڅرخي؛ نو د شکایتونو کمېسیون به پر دې و نه توانیږي چې یادې غوښتنې په ټاکلې موده کې وڅېړي.
د هغه په وينا، پرون يې د ۱۹ ولایتونو د ۵۳۸۷ محلونو د بیا شېمرنې اوتفتیش جدول د ټاکنو له  خپلواک کمېسیون سره شریک کړی او کمېسیون به یې ژر تر ژره د ډله بندۍ پرېکړه له یاد کمېسیون سره شریکه کړي.
همدا راز د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویاند ذبیح الله سادات پژواک ته وویل چې تېره ورځ د شکایتونو کمېسیون له لوري په ۱۹ ولایتونو کې د رايو د بیا شمېرنې او تفتیش جدول له دوی سره شریک شوی، خو په یاد جدول کې ستونزې وې.
دی وايي، چې یادې ستونزې به له شکایتونو کمېسیون سره شریکې شي او د ستونزو تر حل کېدو وروسته به د ټاکنو خپلواک کمېسیون له خپل کاري مهالوېش سره سم خپل کار پیل کړي.
بل لور ته د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ ( فیفا) اجرائیوي ريیس یوسف رشید پژواک ته وویل چې د استينافي غوښتنو کچه ډېره لوړه ده او د شکایتونو کمېسیون به پر دې و نه توانېږي چې په تاکلي وخت کې استينافي غوښتنې وڅېړي.
دی وايي چې ټاکنیزې ډلې اوس پر دې باور دي که چېرې ډېر شکایتونه ثبت کړي؛ نو د شکایتونو کمېسیون به تر فشار لاندې راولي.
د یادونې ده چې د ولسمشرۍ ټاکنو له لومړنۍ پایلو وروسته د څلورو ټاکنیزو ډلو له لوري ۱۶۵۰۰ شکایتونه ثبت شوي وو، خو د شکایتونو کمېسیون ولایتي کمېسیونونه پر دې و نه توانېدل چې یاد شکایتونه په ټاکلې موده کې وڅېړي.