صاحب امتیاز: محمد رضا هویدا

مدیر مسوول: محمد هدایت

سر دبیر: حفیظ الله زکی

جمعه ۳۱ حمل ۱۴۰۳

دانلود صفحات امروز روزنامه: 1 2 3 4 5 6 7 8

د لوګر د مدني ټولنې رییس له افغانستانه بهر شوی

د لوګر د مدني ټولنې رییس  له افغانستانه بهر شوی

د لوګر د مدني ټولنې رییس موسی محمودي هغه کس چې موده مخکې په لوګر ولایت کې د ماشومانو او تنکیو ځوانانو د جنسي ځورونې له تورونو پرته پرته کړه، د هغه څه له امله چې د هغه پر وړاندې امنیتي ګواښونه ویل شوي، له افغانستانه وتی دی.
د ښاغلي محمودي مدافع وکیل نن (جمعه د سلواغې په ۴مه) طلوع نیوز ته ویلي چې، نوموړي د یوه لنډ مهال لپاره افغانستان پرېښی دی؛ خو روښانه نه ده چې ښاغلی محمودي کوم هېواد ته تللی دی.
لوګر کې د مدني ټولنې فعال عباس عاصي په دې اړه وویل:«پېښې په هر ځای کې دي، خو دوی هېڅ ثبوت نه لري چې دغه پېښې په ښوونځي کې شوي او یا هم په معارف کې شوي دي او له دغې ستونزې هېڅ سترګې نه شو پټولای چې دا ډول څيزونه د افغانستان په کچه نه ترسره کېږي، دا کېږي په هر ځای او هره سیمه کې امکان یې شته چې وشي.»
لویې څارنوالۍ کې په لوګر کې د لسګونه ماشومانو او تنکیو ځوانانو د جنسي ځورونو د تورونو په اړه څېړنې لا پای ته نه دي رسېدي او نورو دولتي بنسټونو هم د دغو تورونو د څېړنې په موخه خپل خپل پلاوي ټاکلي دي.
په لوګر کې قومي مشر سید فرهاد اکبر څرګنده کړه:«موږ یو څو پېښې تایید کړي او تاییدو یې چې څو پېښې شوي دي خو د لوګر په معارف کې ټولې پېښې ردوو.»
په دې منځ کې د دغو تورونو د څرنګوالي روښانه کېدو په اړه پر قانوني او رڼو څېړنو ټینګار کېږي.
سیاسي فعال علیم داد علیم وايي:«مسوول بنسټونه دې په دې برخه کې خپل قانوني مسوولیت ادا کړي او دغې ستونزې ته په جدي توګه باید پاملرنه وشي.»
موسی محمودي په لوګر کې د لسګونه ماشومانو او تنکیو ځوانانو د جنسي ځورونو په اړه د ادعاو له بربنډولو وروسته، د څارګرې ملي ادارې له لوري ونیول شو او تر فشارونو وروسته، بېرته خوشې شو.