صاحب امتیاز: محمد رضا هویدا

مدیر مسوول: محمد هدایت

سر دبیر: حفیظ الله زکی

جمعه ۱۰ حمل ۱۴۰۳

دانلود صفحات امروز روزنامه: 1 2 3 4 5 6 7 8

هلمند کې ۳۵ زره بې‌ځایه شوې کورنۍ د مرستو په تمه دي

هلمند کې ۳۵ زره بې‌ځایه شوې کورنۍ د مرستو په تمه دي

په هلمند کې د ۴۳ زره بې ځایه شویو کورنیو له ډلې یوازې د ۸ زرو سره یې مرستې شوې او پاتې ۳۵ زره نورې د مرستو په تمه سختې شپې ورځې تېروي.
د لښکرګاه ښار ته راکډه شوي کورني کډوال وايي چې د ډېرو کورنیو، کورونه د باران له کبله ویجاړ شوي او سرپناه هم نلري.
دوی وايي، درملو، خوراکي توکو او جامو ته اړتیا لري، دوی له دولته د مرستو غوښتنه کوي.
بې ځایه شوی، شېراغا وايي:«دلته داسې کور نشته چې دیوال یې نه وی نړلی دی، او یا یې کوټې نه وي نړیدلي، دلته نه کور شته نه سرک، نه راسره حکومت کومه مرسته کړې ده.»
همداراز بل بې ځایه شوی،عبدالباقي زیاتوي:«دا خلک هر څه ته اړتیا لري، دلته داسې کسان شته چې د سهار او شپې لپاره د خوراک څه نلري.»
په همدې حال کې لښکرګاه ښار ته راکډه شوي کورني کډوال وايي چې که مرسته دوی ته راشي په عادلانه توګه نه ویشل کېږي.
کورنی کډوال، سید علم زیاتوي:«مرستې نشته، که مرستې هم وشي، دوی قومندانان یې خپلو منځو کې وویشي او موږ ته څه نه رسیږي. تېر کال مرستې راغلې موږ ورغلو، خو تش ترې تش لاس راغلو.»
کورنی بې خایه شوی، نعمت الله وايي:«کلینک جوړ شي، دوا درمل راوړي، دولت دې زموږ پوښتنه وکړي.»
د هلمند د کډوالو چارو ریاست هم وايي چې د نا امنیو له امله د یاد ولایت له ولسوالیو مرکز ته د راغلو کډوالو له ډلې ډېرې کمې یې بېرته خپلو سیمو ته ستانه شوي دي، او دوی دغو کډوالو ته د مرستو راجلبولو په هڅه کې دي.
د کډوالو چارو رییس، سید رامین هاشمي په دې اړه بیانوي:« ډېرو کورنیو سره باید مرستې وکړو۴۳ زره کورنۍ د نا امنیو له کبله لښکرګاه ښار ته راغلي دي، دا خلک مرسته غواړي، که څه هم یوځل ورسره مرستې شوي دي، دلته هم کار او روزګار نسته، خو خلک اړ دي، خو موږ د مرستندویه ادارو او دولتي امکاناتو په شمول د ۸ زره کورنیو سره مرستې وکړې.»
ښاغلی هاشمي له کډوالو شوې شوې مرستې کافي نه بولي او وايي چې دغو کورنیو سره باید لا زیاتې مرستې وشي.