صاحب امتیاز: محمد رضا هویدا

مدیر مسوول: محمد هدایت

سر دبیر: حفیظ الله زکی

پنجشنبه ۳۰ حمل ۱۴۰۳

دانلود صفحات امروز روزنامه: 1 2 3 4 5 6 7 8

د ناټو د ځانګړوعملياتو قوماندان: له افغان همکارانو سره په ګډه د ترهګرۍ پرضد مبارزه کوو

د ناټو د ځانګړوعملياتو قوماندان: له افغان همکارانو سره په ګډه د ترهګرۍ پرضد مبارزه کوو

په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو د ځانګړو عملياتو قوماندان د افغان ځواکونو د هر اړخیز ملاتړ په برخه کې د ډاډ ورکولو ترڅنګ وايي، چې په هر ډول حالاتو کې له خپلو افغان همکارانو او ځواکونو سره د ترهګرۍ پروړاندې مبارزه کې اوږه په اوږه مخ ته ځي.
د لغمان د والي وياند اسدالله دولتزي د لړم په ٢٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو د ځانګړو عملياتو قوماندان بريد جنرال اېوانسBrig. Gen. Evans   چې د ختیځ زون نظامي مسوول ټوني ډی هم ورسره ملتيا کوله، نن لغمان ته د سفر پر مهال له والي او د نظامي کمېسيون له غړو سره وليدل.
هغه زياته کړه، په دې ناسته کې په ختيځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو قوماندان برید جنرال شفیق الله رسولزي، د لغمان ولايت امنیه قوماندان سمونوال منظورستانکزي، د لومړۍ پلې لوا قوماندان برید جنرال زلمي نبرد او د ملي امنیت رئیس ډګروال محمود صمیمي هم شتون درلود.
دولت زى وايي، چې د لغمان والي رحمت الله یارمل د ناټو پلاوي ته ددې ولایت د مرکز او ولسوالیو په کچه د امنیتي وضعیت په اړه معلومات ورکړل او ددې ولايت د امنيتي ارګانونو ترمنځ يې د ښې همغږۍ يادونه وکړه.
يارمل وويل، چې د ښې همغږۍ له امله د دښمن د ډېرو شومو موخو مخه نیول شوې او ګڼ شمېر غړي یې د قانون منګولو ته سپارل شوي دي.
نوموړي د امنیت په برخه کې د راتلونکو پلانونو، د ناټو هوایي ملاتړ، د سهارنیو نظامي ناستو ژر پیل، د کابل ــ جلال اباد لويې لارې ته د لا زیاتې پاملرنې اوګڼو نورو برخو کې د تر لاس لاندې او پیل شویو چارو په اړه هم د ناټو له دغه قوماندان سره معلومات شريک کړل.
والي زياته کړه :» زموږ لومړیتوب سوله ده او په رښتینې سوله باور لرو، خو که دښمن په جګړه ټينګار کوي، نو افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د خپلې خاورې او ولس ساتنه په مېړانه کولای شي. «
د لغمان والي دغه راز د امنیت، سولې، غصب او فساد مخینوي او يو شمېر نورو وروستیو اقداماتو یادونه وکړه او ويې ويل چې دا لړۍ به دوامداره وساتي.
په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو د ځانګړو عملياتو قوماندان بريد جنرال اېوانس د لغمان له والي رحمت الله یارمل څخه مننه وکړه چې په خورا ښه ډول یې د امنیتي ادارو ترمنځ همغږي رامنځته کړې چې د ټولو ولایتونو په کچه يې ساری نه لیدل کیږي.
نوموړي د افغان ځواکونو هر اړخیز ملاتړ او حمایې په برخه کې بشپړ ډاډ ورکړ او ويې ويل چې په هر ډول حالاتو کې له خپلو افغان همکارانو او ځواکونو سره د ترهګرۍ پروړاندې مبارزه کې اوږه په اوږه مخته ځي.
د لغمان د والي وياند وايي، په دې ناسته کې دغه راز د لغمان د مرکز او ولسوالیو د لا ډاډمن امنیت، راتلونکو پلانونو او ګڼو نورو برخو باندې د ګډونوالو له لوري هر اړخیزې خبرې او نظریات تبادله شول.