صاحب امتیاز: محمد رضا هویدا

مدیر مسوول: محمد هدایت

سر دبیر: حفیظ الله زکی

چهارشنبه ۵ ثور ۱۴۰۳

دانلود صفحات امروز روزنامه: 1 2 3 4 5 6 7 8

د چټکو ارتباطاتو اپلېکېشن ایوبا خپلو کاروونکو ته د خصوصي حریم د خوندیتوب او د ځوانانو لپاره د مطالبو د ګټورتوب ډاډ ورکوي

د چټکو ارتباطاتو اپلېکېشن ایوبا خپلو کاروونکو ته د خصوصي حریم د خوندیتوب  او د ځوانانو لپاره د مطالبو د ګټورتوب ډاډ ورکوي

لکه څرنګه چې د خلکو ترمنځ په چټک ډول د پیغام استولو څخه ګټه اخیستنه ورځ تر بلې ډیریږي نو ډیری خلک د ایوبا اپلېکېشن غوره کوي. ام ټي ان ګروپ له دغه بې ساري اپلېکېشن سره د ملګرتیا ویاړ لري او په ټولو هغو هېوادونو کې چې ام ټي ان پکې مخابراتي خدمتونه وړاندې کوي د کاروونکو لپاره د هغوی په اصلي ژبه د لاسرسي وړ دی.
ایوبا اپلېکېشن په 2019م کال کې کم لګښته ارتباطاتو ته د لاسرسي د ښه والي په موخه جوړ شو، دا اپلېکېشن د ام ټي ان تر مخابراتي پوښښ لاندې په 17 مارکېټونو کې فعال دی. همداراز ایوبا اپلېکېشن په ځیرکو موبایلونو کې د ګوګل پلې او د ایوبا ویب سایټ www.ayoba.me له لارې  د ډانلوډ وړ دی، چې د مخاطبینو د خوښې وړ مطالب پکې خپریږي.
ایوبا اپلېکېشن د کاروونکو په محرمیت او امنیت باندې تمرکز کوي. دا هیڅ امکان نه لري چې د اپلېکېشن له لارې لېږل شوي او ترلاسه شوي پیغامونه د ام ټي ان په ګډون د درېیم شخص لخوا ولوستل شي او یا شریک کړل شي. دا اپلېکېشن په مستقیم ډول د دوه کسانو ترمنځ د پیغام استولو ځانکړنه لري، چې د (end-to-end ) کوډ ایښودلو په وسیله خوندي شوې ده.   ایوبا د خصوصي حریم اړوند خپلې پالیسۍ ته په پام سره د کاروونکي له معلوماتو سره په بشپړ دقت او درناوي چلند کوي.
د ایوبا اپلېکېشن په چینلونو کې ټول مطالب په دقت سره بیا کتل کیږي تر څو ډاډ ترلاسه کړي چې  مطالب ٪100 د کورنۍ، ملګرو او ځوانو کاروونکو لپاره مناسب دي. د ایډیټرانو یوه ډله  هره ورځ د ایوبا د مطالبو په 100 او د ګیمونو په 120 چینلونو کې ټول مطالب له خپرېدو وړاندې ارزوي.
همداراز ایوبا د ایا (Aya ) په نوم یو مرستندویه اپلېکېشن جوړ کړی دی، تر څو نویو کاروونکو ته د چټکو ارتباطاتو اپلېکېشن (ایوبا) د کارولو د لارو چارو په اړه لارښوونه وکړي. ایا (Aya ) په خپل کاره توګه په اپلېکېشن کې را څرګندیږي او کولای شي د ایوبا د مهمو ځانګړنو په اړه لارښوونې وکړي.
کاروونکي کولای شي په خوندي ډول پیغامونه واستوي او ترلاسه کړي، انځورونه، ویډیوګانې، فایلونه، غږیز کلیپونه او خپل موقعیت واستوي، همداراز په ژوندیو چینلونو کې ګډون وکړي. د خلکو په ژبه برابر شوي مطالب په دې چینلونو کې د لاسرسي وړ دي، چې اساسي موخه یې بوختیا، روزنه او د ټولنې پیاوړي کول دي.
د 2020م کال را پدېخوا، کله چې کرونا ویروس په ټوله نړۍ کې خپور شو، ایوبا اپلېکېشن د ام ټي ان شبکې له لارې کاروونکو ته هره ورځ ټاکلې اندازه وړیا انټرنټ ورکوي تر څو هغوی وکولای شي په وړیا ډول د خپلې کورنۍ له غړو سره په اړیکه کې شي. همداراز ایوبا اپلېکېشن خپلو کاروونکو ته د کرونا د ځانکړو چینلونو له لارې په وړیا ډول د کرونا ویروس په اړه کره او باوري معلوماتو ته د لاسرسي زمینه برابر کړې ده.