صاحب امتیاز: محمد رضا هویدا

مدیر مسوول: محمد هدایت

سر دبیر: حفیظ الله زکی

سه شنبه ۲۹ حوت ۱۴۰۲

دانلود صفحات امروز روزنامه: 1 2 3 4 5 6 7 8

د چین، افغانستان او پاکستان تر منځ د دری اړخیزه همکاری په برخه کی یو نوی فصل

-

د چین، افغانستان او پاکستان تر منځ د دری اړخیزه همکاری په برخه کی یو نوی فصل

د لومړی ځل لپاره د چین، افغانستان او پاکستان تر منځ دری اړخیز خبرې اتری په بیجینگ کی تر سره شوه. په دی خبری اتری کی محترم وانگ یی ده چین بهرنیو چارو وزیر، محترم صلاح الدین ربانی د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر او محترم خواجه محمد آصف د پاکستان بهرنیو وزیر ګډون وکړل. د روان کال د جون په میاشت کی محترم وانگیی د افغانستان او پاکستان د سفر پرمحال ددی خبری اتری باندی توافق وکړل. چین غواړي چی بشري برخلیک د خلکو پرمختګ لپاره رامنځ ته شی، دا خبری اتری په مهم ‌‌ډول د ښه گاونډیتوپ مطابق، د بهرنیو ملگری د دیپلوماتیک لارښوونی او دگاونډی هیوادونو سره د اړیکی پراختیا لپاره، او په فعال ‌‌ډول د "یو بلټ او یو ‌‌سړک" نړیوالی همکاری مهم اقدامات لپاره ترسره شول.
په دی ‌‌غونډه کی محترم وانگیی وویل: " د افغانستان او پاکستان ښه او با ثباته اړیکو پراختیا نه یوازی د دوو هیوادونو او د وگړی هیله ده، بلکه د گاونډی هیوادونو هم سټر آرمان ده. چین د افغاسنتان او پاکستان ښه ملګری ده، او غواړي چی د چین افغانستان او پاکستان د دریو بهرنیو چارو وزیرانو تر منځ د خبرو اتړو مکانیزم له لاړی، د افغانستان او پاکستان اړیکی ښه وکړی. چین بیا هم هیله وکړه چی ددی هدف د عملی کولو په موخه افغانستان او پاکستان دواړه تلاش وکړی، او د دری هیوادونو بهرنیو چارو ویناوی په اساس عمل وکړی، او د هیوادونو دو اړخیز او دری اړخیز اړیکی نور هم پیاوړی کړی. دا دری ‌‌اړخیز خبری اتړی یو مهم پړاو ګنل کیږی، ښه پیل یی درلود، ددری ‌‌اړخیز باور یی رامنځ ته کړه، د همکارۍ راتلونکی پراختیا لپاره تینگ بنسټ کیښود. بشپړ بریالی توب یی تر لاسه کړه، د خبری اتری اصلی لاسته راوړنی په "دری یو" ‌‌ټوګه لنډیز کیدی شي: یو دمهمو موافقو، یو ګډ مطبوعاتی همکاری، یو د ستر همکارۍ نوښت:
د موافقتونو مهمو ‌‌لړی په اته اړخونو کی شامل دی: لومړۍ، دری اړخونه به د بهرنیو چارو وزیرانو تر منځ د خبرو اترو چوکات وي، د دری اخیز درناوۍ په اساس، د مساوي پیوستون او ده دری ‌‌اړخیز بریالیتوب، پرمخټګ لپاره مونږ باید په فعاله ټوګه همکارۍ ته وده ورکړو. دویم، دری ‌‌اړخیز موافقه وکړه چی د څلورو موخو د ترلاسه کولو لپاره خپلو همکاری وکړی، په افغانستان کی د سولی، بیارغونی او پخلاینی پروسی څخه ملاتړ کوی. د افغانستان او پاکستان اړیکو وډه ورکولو لپاره ملاتړ کوی، د دریو هیوادونو او سیمو ترمنځ د مشترک امنیت د ټینګیښت لپاره همکارۍ وکړی، سیمهییز ارتباط او د "‌‌بیلټ او ‌‌سړک" نړیوال همکارۍ ته وده ورکوی.
دریم، افغانستان او پاکستان موافقه وکړه چی ژر تر ژر دو ‌‌اړخیز اړیکی پیاوړی کړی،  تر څو همغگۍ او همکارۍ ترلاسه شی، څلورم، دری ‌‌اړخونو په افغانستان کی د پخلاینی پروسی ته وده ورکولو " د افغاستان په لاس، افغانانو ته " لپاره ژمنه و کړل.
پنځم، افغانستان او پاکستان د "یو ‌‌بیلټ او یو ‌‌سړک" جوریدو لپاره د چین وړاندیز څخه یوځل بیا ملاتړ وکړه، او غواړی چی خپل پرمختایی تگلاری د ‌‌بیلټ او ‌‌سړک سره سم ونښلوی. په ورته وخت کی  په فعاله ټوګه د "‌‌بیلټ او ‌‌سړک" د همکاری په چوکات کی بحث ترسره وشی.
شپږم، چین او پاکستان د افغانستان خلکو معشیت په برخو لکه روغتیایی پاملړنی، بشری سرچینو او کړنی په موخه به ګډ پروژی ترلاسه کړی.
اووم، دری ‌‌اړخونو به د بهرنیو چارو وزارت د مرستیالانو د تروریزم سره مبارزی مشورتی مکانیزم پر ‌‌بنسټ موافقه وکړی، د تروریستی ضد انسجام او همکارۍ پیاوړی وکړی، د ترهگرو دلو او تروریستان په وړاندی په بی توپیر ټوگه سخت دریځ وکړه.
اتمه، پاکستان او افغاستان دواړو موافقه وکړه چی  دواړو هیوادونو د علما او دحکومتدارۍ شورا تر منځ نظریات تبادلی ته ادامه ورکړی، د مذهبی افراطیت د خپریدو څخه یوځای مخنیوی وکړی.
مشترک مطبوعاتی کنفرانس، د چین افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو لومړی ځل لپاره مطبوعاتی کنفرانس کی سره خبری اتری وکړل. د کنفرانس په جریان کی، افغانستان او پاکستان د چین کمونیست حزب 19 کانګریس د بریالیتوب مبارکی وکړل- د بشپر قواوو، او د ټولنی د جوړولو لپاره د ولسمشر شی.جین.پینگ نوی تگلاری څخه ملاتړ وګړل. دری ‌‌اړخونو د " سیاسی باور او پخلاینی" د "همکاری او اریکی پراخیتا" ، "امنیتی هکاری او تروریستی مبارزی" دری عمده مضوعاتو باندی موافقه و کړه. د دری ‌‌اړخیز همکارۍ د پراختیا لپاره یوځای کار وکړو، په ګډ سره د طالبانو ‌‌څخهوغوښت تر څو ژر ترژره سولی بهیر سره یوځای شي، دوی موافقه وکړه چی د منظم او تدریجی ‌‌پرمختګ، په لومړیتوب کی آسانتیاوی، په ستونزی که د هوساینی اصولونو سره سم، دری ‌‌اړخیزو اقتصادی همکاریو ترسره وکړی.
دری ‌‌اړخیز یوځل بیا تایید وکړه چی د ترهگرو په وړاندی به مبارزه وکري، ‌‌هیڅ هیواد، سازمان او یا انفرادی شخص اجازه نه ‌‌لړی چی د خپل هیواد ‌‌څخه د نورو هیوادونو په وړاندی د تروریسم فعالیتونو لپاره کار واخلی. دری ‌‌اړخونو هم موافقه وکړل چی په 2018 کال کی د چین، افغانستان او پاکستان بهرنیو چارو وزیرانو تر منځ دویمی خبری اتری په کابل کی ترسره شی.
د همکارۍ یو ستره نوښت دا دۍ چی د چین او پاکستان اقتصادی دهلیز د افغانستان خواته په پراختیا ده، افغانستان د چین او پاکستان ګډ او مهم ګاونډۍ ده، چی د افغانستان لپاره د متقابل ‌‌ګټی  او ګټول په اساس کار وکړی. د چین-پاکستان اقتصادی دهلیز به په مناسب ‌‌ډول افغانستان خواته وغځول شی، په اوږد مهال کی د افغاستان له لاری د چین-منځنی آسیا-لویدیځ آسیا، اقتصادی دهلیز به په تدریج ‌‌ډول سره یوځای شی، د چین او پاکستان اقتصادی دهلیز یوازی ددغو دری ‌‌اړخونو په ګټه نده، هیله لړو چی برسیره د دری ‌‌اړخونو ګټه، ټوله سیمه هم تر څخه ګټه واخلی. د سیمهییز همبستگی لپاره یو مهم او پیاوړی ځواک جوړ شي.
د چین او پاکستان اقتصادی دهلیز یوازی همکاري پروژه ده او باید سیاسی و نه شی، دا دهلیز په سیمه کی د موجو شخړی، د ځمکی شخړی په شمول سره ‌‌هیڅ تړاو نه‌‌لړی او نه باید اړوند شی.
مونږ په روښانه ‌‌ټوګه پوهیږو چی ده افغانستان او پاکستان همکارۍ سربیره په دی چی روشانه او ښه ده، د ډیر سټونزو سره هم مخامخ ده. په هرصورت دا خورا استونزمن کار دی، مگر کله چی په زړه پوره ټږګه ترسره شی نو دیر ګرانه او با ارزښته ده.
دچین افغانستان او پاکستان همکارۍ د دریو ‌‌اړخونو ګډ ګټه سره سم د سیمهییز انسجام سبب گرځی، د سیمهییز سولی او ثبات ساتلو کی مرسته کوی. یو ښه پیل د بریالیتوب نیمایی دی، په راتلونکی پړاو کی چین افغانستان او پاکستان سره لاس په لاس، د بهرنیو چارو وزیرانو د لومړنی خبرو اترو ترلاسته راوړنی لړی به عملي کری، چین افغانستان او پاکستان ترمنځ به د نوي سطح همکارۍ ته دوام ورکړی.

دیدگاه شما