صاحب امتیاز: محمد رضا هویدا

مدیر مسوول: محمد هدایت

سر دبیر: حفیظ الله زکی

پنجشنبه ۶ ثور ۱۴۰۳

دانلود صفحات امروز روزنامه: 1 2 3 4 5 6 7 8

ماشومان له جنګونو او جګړو څخه لیرې وساتئ او د هغوی خوبونه په حقیقت تر سره کړئ

-

ماشومان له جنګونو او جګړو څخه لیرې وساتئ او د هغوی خوبونه په حقیقت تر سره کړئ

تیره اونۍ، زما څخه وغوښتل شول چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د وړکتون په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون وکړم، زه په دې مراسمو کې د ګډون لپاره ډیر خوشحاله یم، ځکه چې زه ځوانان او د ماشومانو سره یوځای د توانمندۍ او ځوان احساس کوم، ځکه چې زه هم پلار یم، زما تر ټولو کوچنی زوی لکه د وړکتون د ماشومانو په شان گران او شوخ دی.
ماشومان د کورنۍ، مور او پلار خزانې دي، برسره په دی د هیوادونو او ملتونو راتلونکی هم دي. د ماشومانو سره مرسته کول خورا لویتیا ده او همدارنگ ماشومانو ته زیان رسول یوه لويه بدتیا ده. زما له زړه وینې تویږي کله چې زه اورم افغان ماشومان د تاوتریخوالي قرباني کیږي. د پلار په توګه، زه د خپلو افغان ملګرو سره د خواخوږۍ احساس کوم او هیله کوم دوی هره ورځ ښوونځي ته خوندي لاړشی او بیرته کورته لاړشي. ماشومان په ښوونځي کې خوندي او خوشحاله اوسي، ماشومان په فزيکي او ذهني توګه روغ او رمټ اوسي. ماشومان د اوږدې مودې لپاره د لوبې کولو وخت نلري، تر هغه وخته پورې چې دوی وده ومومي، زلمیان شي، خپل خاوند یا ښځه ولري، کله چې هغوی په سمه توګه په کار پیل وکړي د خپلو پلرونو کورونه پریږدي، خپل ځان ته کوچنی کور جوړوي. له همدې کبله موږ باید د خپلو ماشومانو سره ښّ وخت تیر کړو، او د خپلو ماشومانو لپاره یو ښه او سوله ایزه زده کړه او د ژوند چاپیریال رامنځته کولو لپاره سخت کار وکړو. د افغان ډیپلوماټان د وړکتون د ماشومانو مور او پلار دي او زما همکاران هم دي، موږ په خپل مسلک باندې ویاړو، ځکه چې موږ د سولې او ملګرتیا سفیران یو. په خپل هیواد کې د خدمت کولو او د ماشومانو لپاره د سوله ایز او هوساینې چاپیریال رامینځته کولو لپاره هڅه کوو.
ډیپلوماتان هم ستونزې لري، هغوی معمولا بهر ته ځي او د استوګنې ځای بدلوي، د میرمن او ماشومانو څخه جلا کیدل هم ډیر ستونزمن دي. په سفارت کې زه او زما ډیر ملګري ماشومان لري، د مختلفو دلیلونو له امله خپلې کورنۍ کابل ته نشي راوستلی، یوازې کولی شي د تلیفون له لاری ورسره خبرې وکړي. له همدې کبله، موږ چې د نږدې څخه وینو، ماشومان په خوښۍ د خپل مور او پلار سره یوځای وړکتون ته ننوځي،  د مهر او محبت احساس کوو. موږ د وړکتون ماشومان د خپل ماشوم په څیر مو په پام کې نیولي دي، د هغوی خوشحالتیا مونږ خوشحالوي، او د هغوی غم مونږ غمجن کوي.
زما په یاد کې دي، کله چې زه ماشوم وم، زمونږ کورنۍ ډیره بیوزله وه، ما هیڅ د لوبو ښه سامان نه درلود، یوازې زما پلار زما لپاره یو د لرګي اس جوړ کړی وه. کله چې زه ماشوم وم، ښه او په کافي توګه مو خواړه نه درلودل، يوه اونۍ کی یوځل د پسه غوښه کیدای شول چی وخورو.
نو کله چې زه ګورم د ماشومانو ښایسته د لوبو سامانونه، د کورنۍ سامانونه او برقي سامانانو باندې لیکل شوي «په چین کې جوړ شوي» ، د ماشومانو لپاره ډیر خوشحاله کیږم. ماشومان باید د مور او پلار په پرتله ښه  شرایطو کې وده وکړي، او دوی د ډیرو او لوړو خوبونو مستحق دي. د ماشومانو خوبونه په حقیقت تر سره کولو لپاره، هغوی باید د جګړو، تاوتریخوالي او مخدره موادو څخه ډیر لیرې وساتل شي، هغوی سولی او آرامتیا ته اړتیا لري.
د چين د 40 کلونو سمون او د تجربې پرانيستل ښيي: زموږ په هیواد کې ثبات او اقتصادي پرمختګ، د هیواد د ننه د ټولو قومي ډلو یووالي، او په هیواد کې د ټولو سیاسي ځواکونو یووالی د ښه کار کولو پیش شرطونو دي. یوازې د هیواد ثبات او پراختیا په پام کې نیولو سره کیدای شي هره کوچنۍ کورنۍ د پوره امنیت، هوساینې او خوښۍ احساس ولري. چین په ریښتینې توګه له افغانستان سره د سیاسي پخلاینې او اقتصادي بیا رغونې په برخه کې مرسته کوي. هیله لرم چې له «یو بیلت او یو سړک» لارې د چین او افغانستان ماشومانو سره مرسته وکړي او د هغه په واسطه خپل خوبونه په حقیقت بدل کړي. ځکه چې دا پروژې سره به د کار، پوهه، شتمنۍ او امنیت فرصتونه هم زیات شي. په چین کی یو ضرب المثل شتون لري «که څه هم ستونزې راشي ماشومان باید په تکلیف نشي، که څه هم بیوزلي راشي، د تعلیم په برخه کې باید ضعفوالی رانشي» په تیرو څو لسیزو کې، د چین حکومت د ښوونې او روزنې د ودې لپاره سترې هڅې کړې دي، د چین دولت هرکال د پوهنی په برخه کې د GDP په ترتیب سره له 4% څخه تر 15% پورې مصرفوي، هرکال شاوخوا 8 ملیونه ځوانان د چین له پوهنتونونو څخه فارغیږي، چې په نړۍ کې د محصلینو له پنځمې برخې څخه زیات یې له چین څخه فارغیږي. چین په کلیوالي سیمو کې د اجباري زده کړو لپاره خورا مهم رول لوبوي، هڅه کوي چې د ښوونځي مخکې زده کړې، ځانګړي زده کړې او آنلاین زده کړی خدمات نور هم زیاته کړي، د لیسې زده کړې ته وده ورکړي. هڅې وشي چې ماشومانو ته مناسب او ښه کيفيت لرونکې زده کړې برابرې کړي. چین لاهم د پرمختگ په لور روان هیواد دی، چینایان امیران نه دي، ډیری وړکتونونه او ښوونځي اوس هم ابتدايي دي.
چین د لوی مسئولانه هیواد او د افغانستان ښه ګاونډی په توګه، په افغانستان کې د ځوانانو زده کړې وړتیا لپاره ډیرې مرستې وړاندې کړې دي، لکه: په کابل پوهنتون کې، د کابل حرفوي او تخنیکي زده کړې انسټیټوټ کی، په لیرې پرتو ولایتونو کې ابتدایي ښوونځي او د يتيمانو روزنتون، بیارغونی لپاره ډیرې هڅې ترلاسه کړې دي. درسي کتابونو مرستې يې کړې دي،  هغه ماشومان چی د زړه په ناروغۍ اخته دي، د درملنې لپاره چین کې د وړيا طبي مرستو اسانتياوې برابروي،  د خواړو او سرپناه لپاره افغانستان وگړو سره مرستې کړې دي، اوس د افغانستان ماشومان هم د چین له خوا د مرستو احساس کوي.
تر ټولو مهم، د چین او افغانستان مشرانو د موافقې په اساس، چین به له 2015 کال څخه تر 2019 کال پورې په پنځو کلونو کې په ټول افغانستان کې د ۳۰۰۰ محصلينو په مختلفو برخو کې د مسلکي روزنو ژمنه کړې ده . 
یواځې تیر کال،۱۰۷۳افغانی کارکوونکي د روزنې لپاره چین ته تللي، او د 2017 تر پایه پورې ۲۳۰۰ تنه روزل شوي دي. په راتلونکو څو کلونو کې به هر کال 170 افغان غوره ځوانان د چین حکومت د سکالرشيپ په مټ د زدهکړو لپاره چین ته لاړ شي. دوی د مختلفو وزارتونو، ولایتونو او قومونو او ډیرییې د 20 کلونو شاوخوا ځوانان دي. دوی د «چینایي پوهې»، «چینايي مهارتونو» او «چینایي تجربې» کاروي، چې د هغوی په واسته افغاني ټولنې ته ګټه ورسوي. د «چین تگلاری» هیڅکله په نورو باندې له زور څخه کار ندی اخیستی، بلکې دا غوښتنه کوي چې اقدامات باید د محلي شرایطو سره سم ترسره شي، او افغانانو ته د دوی د خوبونو پوره کولو لپاره نور انتخابونه ورکړي.
زه د بهرنيو چارو وزارت په وړکتون کې ماشومانو ته وویل چې، چین له مینې ډک دی او د چین او چینایي سفارت د افغان ماشومانو رښتیني ملګري دي. چین او افغانستان، پخوا نه تر اوسه پوری ښه ملګري دي، د یو بل سره مرسته کوي، د ګډې سوکالۍ لپاره یوبل سره مرسته کوي، هیڅکله يې ترمنځ هیڅ جګړه نده پيښه شوې. ډیری افغان ماشومان چینایي پانډا پیژني او هغه سره مینه لري، هغه ډیر ښه او ښکلې دی، د ماشومانو تر ټولو غوره ملګری دی! غواړم په افغانستان کې ماشومان خوندي، سالم او خوشحاله وي! غواړم ماشومان د پانډا لیدلو او پیژندلو خوب پوره کولو لپاره ژر تر ژر چین ته لاړشي!

دیدگاه شما